فرانسې دویم پړاو ټاکنې ددې هېواد اوسني ولسمشر ایمانویل مکرون وګټلې

د فرانسې دویم پړاو ټاکنې ددې هېواد اوسني ولسمشر ایمانویل مکرون وګټلې
په دې ټاکنو کې ایمانویل مکرون بیا ځلې د فرانسې ولسمشر شو. هغه وکړی شول شاوخوا ۵۸ سلنه رایې خپلې کړې. مکرون یې خپله ټاکنیزه سیاله له روسیې سره په اړیکو او له یوه روسي بانک د قرضې او مالي مرستو په اخیستلو تورنه کړې وه. شنونکي وایي چې همدې تورونو د ټاکنو پر پایلو د پام وړ اغېز درلود.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانسې دویم پړاو ټاکنې ددې هېواد اوسني ولسمشر ایمانویل مکرون وګټلې. فرانسه کې تېرو اونیو کې ټاکنې ترسره شوې، خو هېڅ نوماند هم پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړې، چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او دوو مخکښو نوماندانو په خپلو کې سیالي وکړه.
په دې ټاکنو کې ایمانویل مکرون بیا ځلې د فرانسې ولسمشر شو.
هغه وکړی شول شاوخوا ۵۸ سلنه رایې خپلې کړې. مکرون یې خپله ټاکنیزه سیاله له روسیې سره په اړیکو او له یوه روسي بانک د قرضې او مالي مرستو په اخیستلو تورنه کړې وه.
شنونکي وایي چې همدې تورونو د ټاکنو پر پایلو د پام وړ اغېز درلود.






