په ۲۷ اپریل وزیراعظم شهباز شریف سعودي عرب ته ځي

0
97

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به د اپرېل په 27مه نېټه سعودي عرب ته ځي چې ورسره به د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان او د مسلم ليګ ن مرستیاله مشره مريم نواز هم ملګرې وي۔

دسرچينو له مخې مولانا فضل الرحمان او مريم نواز به عمره هم ادا کوي.

تمه ده چې لومړی وزیر شهباز شریف به د اپرېل په ۲۷مه د سعودي عربستان دوره وکړي.د حکومتي سرچینو په خبره لومړی وزیر به د دې سفر په ترڅ کې عمر هم ادا کړي او د سعودي له ولی عهد محمد بن سلمان سره به هم وګوري.

د يادونې وړ ده چې دا به د لومړي وزير په توګه د شهباز شريف لومړى بهرنۍ او د سعودي عربستان سفر وي.

Leave a reply