آیی ایم ایف پاکستان ته په قرض ورکولو راضي شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د پور(قرض) ورکولو پروګرام تر یو کال پورې غځولو لپاره راضي شوې دې.
د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ پر مسايلو خبرې روانې دي، پاکستان به راتلونکې اوونۍ له IMF سره په تخنيکي کچه خبرې پيل کړي.
د جیو رپورټ مطابق، دسرچينو له مخې ائي ايم ايف غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپل وروستى سبسډي زر تر زره ختمه کړي او په دسمبر کې ټاکل شوي هدف کې دبدلون په اړه دشميرونو په اړه بيا کتنه وکړي. IMF غواړي چې د بودیجې لپاره پر یوې جامع ستراتیژۍ هم موافقه وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د اى اېم اېف تمديد شوى پروګرام د ستمبر په مياشت کې پاى ته رسېږي، اى اېم اېف به د مۍ مياشتې په نيمايي کې پاکستان ته يو وفد ولېږي، څو د کارکونکو په کچه خبرې اترې بشپړې کړي، پاکستان غوښتنه کړې، چې د اى اېم اېف د تمديد شوي پروګرام موده د ستمبر په مياشت کې تر یو کال پورې وغځوي او هم دغه شان IMF موافقه وکړه چې دا پروګرام د یو کال لپاره وغځوي.