د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د روس اولس مشر ته لیک استولې

0
225

باغي ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم په حکومت کې د امریکا د ګواښوونکي لیک خبرې پیل شوې او وس هم روانې دي د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف د روس صدر ولادیمیر پوټن ته هم یو لیک استولې دې.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي پاکستان د روس سره دوه اړخيزه اړيکي لا مضبوطول غواړي۔دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دروس صدر ولاديمير پيوټن ته يو ځوابي خط ليکلى دى.

سرچينې وائي په ځوابي خط کې وزيراعظم شهباز شريف دصدر پيوټن څخه دمبارکۍ په پيغام رالیږلو مننه کړې ده. په ليک کې ويل شوي چې پاکستان غواړي له روسيې سره دوه اړخيزې اړيکې لا پياوړې کړي.

د ليک د متن له مخې، لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې پاکستان غواړي د افغانستان په مسله کې له روسيې سره په شریکه کار او همکاري وکړي.ياده دې وي چې تېره ورځ د روسيې ولسمشر شهباز شريف ته يو ليک هم ليکلی و چې د لومړي وزير په توګه يې د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې وه.

Leave a reply