عمران خان د فرح خان په اړه د پوښتنې ځواب خبریال ته ور نه کړو
باغی ټي وي رپورټ
پخوانی لومړی وزیر عمران خان پرته له دې چې د فرح خان په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب ووایي، بغیر د ځوابه لاړو او خبریال ته ی ځواب ور نه کړو.
عمران خان د لومړي وزیر له دفتره تر وتلو وروسته په لومړي خبري کانفرنس کې د فرح خان په اړه د یوې پوښتنې له ځوابولو پرته لاړو، ددې سوال ویډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.
په ویډیو کې لیدل کیدی شي چې د خبري غونډې څخه تر وتلو وروسته یو خبریال له عمران خان څخه د فرح خان (د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي نږدې ملګرې) په اړه پوښتنه کوي خو عمران خان ځواب نه ورکوي او روان شي.
په ويډيو کې خبريال د پخواني وزيراعظم نه په خپل وخت کې د خبريالانو پر ضد د کمپاين په اړه د هغه نظر هم غوښتی خو د پي ټي ايي مشر د خبريال پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی او د امنیتي اهلکار سره وړاندې روان شو .
ياده دې وي چې عمران خان تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ چې دقومي سلامتۍ کميټۍ په دغه سازش کې د لاسوهنې پخلى کړى وو، ځينې خلق په ناخبره توګه ددغه سازش برخه جوړ شوي، هغه څوک چې په لندن کې ناست وو هغه ددغه سازش برخه وؤ. خان اوویل چې دلته د هغه کشر ورور او اصف زرداري په سازش کې ښکیل وو.
عمران خان کی پریس کانفرنس کے اختتام پرصحافیوں کا احتجاج۔ آپ مخصوص صحافیوں سے سوال لیتے ہیں ہمارے سوالوں کے جواب دیں۔ فرح خان عرف گوگی سے آپکا کیا تعلق تھا صحافیوں کے خلاف جو آپکے لوگ کمپین چلاتے رہے کیا کہیں گے۔عمران خان جواب دئیے بغیر روانہ۔ pic.twitter.com/ZcoSEYYDQI
— Sheraz Gardazi (@SheerazShah3) April 23, 2022