وزیراعظم شهباز شریف په ملک کې د بریښنا د لوډشیډنګ کمولو په اړه امر کړې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښې د لوډشيډنګ زياتيدو له وجې د خلقو د ستونزو نوټس اخستې او د مئي مياشتي پوري ی په لوډشيډنګ کښې د پام وړ کمولو حکم ورکړے دے۔
وزيراعظم په ملک كښې د بجلۍ لوډشيډنګ كښې زياتوالي له وجې د اولس په حالت د غصې څرګندونه وكړه٬ وزيراعظم په دې اړه په بېړنۍ توګه د ګامونو پورته كولو هدايت وكړو۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چي تر هغه به په آرام نه کیښني تر څو چي ی د خلقو له دغه ناورين او ستونزې څخه خلاص نه وي.
وزيراعظم وويل عمران حکومت په سيسټم کې دبريښنا نوي يونټ شامل نۀ کړل، تيل ی هم په وخت وا نه خستل او کارخانې يې ی ترميم نۀ کړل شوې، عمران حکومت دخپل وخت تر ټولو ارزانه اؤ چټکه بجلي پيدا کولو کارخانې هم بندې کړې چې له وجهې ی نن په هیواد کې د بجلۍ کمې دې او خلق ستونزو سره مخ دي.