په جلال اباد ښار کې د عادل په نوم يو ماشوم په ډزو وژل شوی

0
109

نوموړی وايي، دوى ته د وژل شوي ماشوم د خپلوانو له‌ خوا سيمه کې د ا.ا سرتېري تورن ورپېژندل شوي چې ماشوم يې په ډزو وژلى، خو زياتوي چې سرتېرو ويلي، پر ياد ماشوم د وسله‌والو غلو له لوري ډزې شوي او وژل شوى دی.

(2022 / 4 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په جلال اباد ښار کې د عادل په نوم يو ماشوم په ډزو وژل شوی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ امنيتي مرستيال محمد طاهر مبارز رسنيو ته ويلي، چې د عادل په نوم د هغه ماشوم د قضيې څېړنه يې پيل کړې چې تېره شپه د جلال‌اباد ښار په اوومه ناحيه کې په ډزو وژل شوى دی.

Leave a reply