عمران خان خپلو پلویانو ته: د اسلام آباد پر لور د آزادۍ لاریون ته چمتو اوسئ

0
160

عمران خان خپلو پلویانو ته: د اسلام آباد پر لور د آزادۍ لاریون ته چمتو اوسئ

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت ناسته کې ویل شوي چې د عمران حکومت نسکورېدو تر شا هېڅ بهرنۍ دسیسه نه وه. مخکني لومړي وزیر د اسلام اباد پر لور د دغه رابلل شوي لاریون نېټه اعلان نه کړه، خو ویلي یې دي‌ چې ژر به دغه لاریون راوبولي.

 

(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان مخکني‌ لومړي وزیر عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اسلام اباد پر لور یوه پراخ لاریون ته تابیا ونیسي.

هغه دغه لاریون ته د رښتینې ازادۍ د لاریون نوم ورکړی. عمران خان تېره شپه اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته یو ځل بیا خپله دا ادعا تکرار کړې چې د بهرنۍ دسیسي پایله کې له واکه ګوښه کړل شوی. هغه ویلي د پاکستان خلاف دومره ستره دسیسه شوې نو د دغه هېواد سترې محکمې ته په کار ده چې په دې اړه څېړنې وکړي. نوموړي وویل که د پاکستان ادارې اوس د دغه هېواد د حاکمیت او ازادۍ لپاره ونه درېږي،‌ نو د پاکستاني ماشومانو راتلونکې به هم خطر سره مخ وي. د پاکستان مخکني لومړي وزیر دلته دا ادعا هم وکړه چې د دغه هېواد د ملي امنیت وروستۍ غونډې هم د ده په مشرۍ د ملي امنیت د ترسره شوې ناستې خبرې تایید کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت ناسته کې ویل شوي چې د عمران حکومت نسکورېدو تر شا هېڅ بهرنۍ دسیسه نه وه.

مخکني لومړي وزیر د اسلام اباد پر لور د دغه رابلل شوي لاریون نېټه اعلان نه کړه، خو ویلي یې دي‌ چې ژر به دغه لاریون راوبولي.

Leave a reply