فاریاب کې یوه ځوان ځان ځندۍ کړی

فاریاب کې یوه ځوان ځان ځندۍ کړی
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالله محمدي د خبر د تایید ترڅنګ وايي چې دغه ځوان پر نشهيي توکو روږدی و او ځان وژنه یې کړې.
دا په داسې مهال ده چې تېره اوونۍ هم په دغه ولایت کې یوه ځوان ځان وژنه کړې وه.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فاریاب ولایت محلي مسوولان وايي، د عبدالحق په نوم یو ځوان چې د میمنې ښار د تاتارخانې سیمې اوسېدونکی دی، پرون یې په خپل کور کې ځان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.