ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تعلیمي کال میاشتې او اونۍ یو په بل پسې اوړي نو د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو لپاره اقدام وکړي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي افغان حکومت دې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تعلیمي کال میاشتې او اونۍ یو په بل پسې اوړي نو د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو لپاره اقدام وکړي.
یونسیف وایي د ژمنې په عملي کولو کې ځنډ راغلی او څه باندې یوه میاشت وشوه چې په افغانستان کې ښوونځي پيل شوي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ حق نه لري.
دغه ادارې ویلي نوی حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او ژر تر ژره دې د وخت له ضایع کېدو پرته د لیسې دورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
افغان حکومت ددې غوښتنې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی خو ګڼو افغان چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې ډېر ژر به ښوونځي په بشپړه توګه پرانیستل شي.