افغان ماشومان د اقتصادي وضعیت له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

افغان ماشومان د اقتصادي وضعیت له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
واشنګټن پوسټ په کابل کې د هغو افغان ماشومانو ژوند ته کتنه کړې چې په شاقه کارونو بوخت دي. سرچینه کاږي چې د وروستیو اقتصادي تحولاتو له امله په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، ځکه سلګونه ماشومان په سختو کارونو او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ په پيدا کولو بوخت دي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان ماشومان د اقتصادي وضعیت له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
واشنګټن پوسټ په کابل کې د هغو افغان ماشومانو ژوند ته کتنه کړې چې په شاقه کارونو بوخت دي.
سرچینه کاږي چې د وروستیو اقتصادي تحولاتو له امله په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، ځکه سلګونه ماشومان په سختو کارونو او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ په پيدا کولو بوخت دي.
سرچینه کاږي چې افغان ماشومان د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا لري څو دغه ترینګلی وضعیت پای ته ورسېږي او د افغان تنکیو ځوانانو او ماشومانو ژوند وژغورل شي.
تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو رسنیو او بنسټونو هم د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او په دې برخه کې یې د پراخو مرستو غوښتنه کړې ده.






