د هرات په اسلام‌کلا کې د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ یو ځل بیا شخړه رامنځته شوې ده

0
234

د هرات په اسلام‌کلا کې د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ یو ځل بیا شخړه رامنځته شوې ده

په ورته مهال ځینو ایراني رسنیو هم تایید کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت ځواکونو د ایران پوځي موټر نیولی او ایراني ځواکونه هڅه کوي چې دغه موټر بېرته واخلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په سرحدي سیمو کې د طالب ځواکونو او ایراني پوله‌ساتونکو ترمنځ څو واړې شخړې رامنځته شوې وې.

(2022 / 4 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځايي سرچینې وایي،  دغه شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې کله طالبانو د ایران یو پوځي موټر د افغانستان په خاوره کې دننه ونیوه.

په ورته مهال په خواله رسنیو کې یو شمېر ويدیوګانې هم خپرې شوې چې پکې ښيي، طالب ځواکونه د ایران پوځ یو موټر نیولی او په شا و خوا کې يې راټول دي.

یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي، چې په اسلام کلا کې طالبانو له ایران سره په پوله کې یو سړک پخاوه چې د ایراني ساتونکو له مخالفت سره مخامخ شول او لانجه پیدا شوه.

وایي، ایراني پوله ساتونکو له لانجې وروسته د اسلام‌کلا لار په موقتي ډول وتړله.

Leave a reply