د پاکستان حکومت ادعاء کړې چې لۀ افغان خاورې یو ځل بیا د دوی پر پوځیانو برید شوی

د پاکستان حکومت ادعاء کړې چې لۀ افغان خاورې یو ځل بیا د دوی پر پوځیانو برید شوی
د یادونې ده چې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه هم پاکستان ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې برید کې یې اوه عسکر وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
پاکستان د یادې پېښې په غبرګون کې پر خوست او کونړ هوايي بریدونه هم وکړل چې له کبله په لسګونه ملکیان ووژل شول.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې یو ځل بیا درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې وسلهواله تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو پر یوې پوستې د درنو وسلو برید کړی دی.
د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د یادو بریدونو مخنیوی دې وکړي.
د یادونې ده چې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه هم پاکستان ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې برید کې یې اوه عسکر وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
پاکستان د یادې پېښې په غبرګون کې پر خوست او کونړ هوايي بریدونه هم وکړل چې له کبله په لسګونه ملکیان ووژل شول.
طالبانو که څه هم تر اوسه د پاکستان یادې ادعا په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان دا څرګندونې رد کړي دي.





