د پاکستان په ضد به هیڅ کوم سازش کامیاب نه شي او نه به اجازه ورکړو: د پاکستان فوځ ویاند

0
410

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار ویلي، چې د پاکستان پر ضد به هېڅ ډول دسیسه بریالۍ نه شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دسیسو په ضد شپه او ورځ کار کوي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتي ادارې په پوره قوت سره کار کوي او که څوک هم د پاکستان پر ضد دسیسې کوي او جوړوي نو دوی به کامیابېدو ته به پرې نه ږدو.
د پاکستان د پوځ ویاند تر دې مخکې هم ویلي وو چې د پاکستان د پوځ دنده ده چې د هیواد د سالمیت پر ضد د هر ډول دسیسو مخه ونیسي او دا سازشونه او دسیسې بریالۍ نه کړي.
ميجر جنرل بابر افتخار دا هم وئيلي وو چې د پاکستان په ضد کوم سازش نۀ دى شوى.

Leave a reply