ا.ا: د عبدالرووف د تښتونې پۀ تور مو یو شمېر انسان تښتوونکي نیولي دي
ا.ا: د عبدالرووف د تښتونې پۀ تور مو یو شمېر انسان تښتوونکي نیولي دي
په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د پلټني او مجرمينو د نيولو عمليات لاهم دوام لري چې د عملياتو له پای ته رسيدو سره به د دې پيښې عاملين افشا شي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو حکومت وايي، چې د بلخي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې عملیاتو پرمهال یې یو شمېر انسان تښتوونکي نیولي دي.
د طالبانو استخباراتو ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ژغورنې عملیات له تېرو شلو ورځو راهیسې روان و چې وړمه شپه د ماشوم تر ژغورولو پای ته ورسېد.
په خپرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې یو شمېر انسان تښتوونکي وژل شوي او نور یې نیول شوي دي.
په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د پلټني او مجرمينو د نيولو عمليات لاهم دوام لري چې د عملياتو له پای ته رسيدو سره به د دې پيښې عاملين افشا شي.
عبدالرووف شاوخوا دوه کاله وړاندې په مزارشریف ښار کې وتښتول شو، چې پرون د طالب ځواکونو له لورې خوشې او کورنۍ ته بېرته وسپارل شو.