امریکا د پاکستان د قامي سلامتیا کیټې د لیک په اړه د څرګندوونو هرکلۍ کړې دې

0
112

باغی ټي وي رپورټ
امریکا د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې د دې څرګندونو هرکلی کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې جيلينا پورټر ويلي، امريکا په وار وار ويلي، چې د عمران خان تورونه په حقيقت کې هېڅ بنیاد نه لري او د ا تورونه غلط دې.

جیلینا پورټر وايي، امریکا له پاکستان سره اوږدمهاله همکارۍ ته ارزښت ورکوي او دا چې یو پیاوړی، سوکاله او جمهوري پاکستان د امریکا ګټو لپاره مهم دی.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملي امنيت د کمېټې د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي وو، چې استخباراتي ادارو دغه مکتوب څېړلى، خو په کې د بهرنيو دسيسو هېڅ ثبوت نه دى موندل شوى.

Leave a reply