وزیرداخله د ګواښوونکي لیک په اړه مهمه خبره کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرایر داخله رانا ثناالله د بهرني هیواد څخه د ګواښوونکي خط په اړه یوه مهمه خبره کړې ده.
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې په امريکه کښې د پاکستان پخواني سفير اسد مجيد خان د قامي سلامتيا په کميټۍ کښې د ټولو په وړاندې اعتراف کړی چې داسې کوم خط يې نه دی ليکلی او نه دا د هغه د خط ټکي دي.
فیصل آباد کښې یوې غونډې ته وینا کښې رانا ثناالله وویل چې اسد مجید خان د قامي سلامتیا کمېټۍ په غونډه کښې ویلي وو چې د هغه د لیک ټکي بدل شوي دي.
رانا ثناء الله زیاته کړه چې اسد مجید ویلي چې په خط کې د سازش او بې اعتمادۍ هیڅ ذکر نه دی شوی، خط د شاه محمود قریشي په مشرۍ کې بدل کړی شوی دی.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دقومي سلامتۍ کميټۍ مهمه غونډه شوې وه چې پکې امريکا کې دپاکستان پخواني سفير اسد مجيد خان د هغه لیک په اړه بريفنګ ورکړې وو.






