د اوکراین پۀ اړه د امریکا څلوېښت ملګري هېوادونه غونډه کوي

د اوکراین پۀ اړه د امریکا څلوېښت ملګري هېوادونه غونډه کوي
بلخوا رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې ښايي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیر اوکراین ته سفر وکړي. له دې سره جوخت روسیه وایي چې جګړې یې شدیدې کړې دي او د ماریپول ښار وروستي هدف ته نږدې شوي دي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له اوکراین سره د مرستو لپاره د څلوېښتو هېوادونو غونډه رابللې ده.
د امریکا ددفاع وزارت وایي چې د دوی څلوېښتو متعهدو هېوادونو ته یې بلنه ورکړې څو له اوکراین سره د مرستو په اړه خبرې وکړي.
د سرچینې په خبره دوی به تر ډېره په دې غونډه کې له اوکراین سره پر نظامي مرستو او ددغه هېواد پر ژغورلو بحثونه کوي.
بلخوا رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې ښايي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیر اوکراین ته سفر وکړي. له دې سره جوخت روسیه وایي چې جګړې یې شدیدې کړې دي او د ماریپول ښار وروستي هدف ته نږدې شوي دي.






