چین وايي افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی
چین وايي افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی
چینايي لوری ټینګار کوی چې خپلې بشردوستانه مرستې به لا ډېروي او هڅه کوي چې په دې سخت وضعیت کې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي او د بشري ناورین په ختمېدو کې اغېزناک تمام شي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی. چینايي رسنۍ وایي چې چین په تېرو میاشتو کې د پخواني حکومت له سقوط وروسته تر دې دمه له افغانستان سره پراخې بشري مرستې کړې دي او لا ډېرو همکاریو ته ژمن دی.
چین وایي چې تر دې دمه یې ۶۲۲۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږلي دي او دا یې د بېلو اداراتو له لوري په افغانستان کې پر زرګونه اړمنو کسانو وېشلي دي.
چینايي لوری ټینګار کوی چې خپلې بشردوستانه مرستې به لا ډېروي او هڅه کوي چې په دې سخت وضعیت کې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي او د بشري ناورین په ختمېدو کې اغېزناک تمام شي.