الجزیره: امریکا د شتمنیو په کنګل کولو افغانانو ته ډله ییزه جزا ورکوي

0
80

الجزیره: امریکا د شتمنیو په کنګل کولو افغانانو ته ډله ییزه جزا ورکوي

سرچینه کاږي چې افغانستان له نازک اقتصادي وضعیت تېرېږي او میلیونونه وګړي په دغه هېواد کې بېکاره بې روزګاره دي، خو امریکا لا هم د افغانانو د شتمنیو کنګل کېدو ته ادامه ورکړې او پرېکړه یې کړې چې دا شتمني په بډه ووهي.

 

(2022 / 4 / 24    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

الجزیرې انګلیسي په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي چې امریکا په تېرو کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خونړۍ جګړې وکړې، میلیونونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واوړله، ویجاړۍ یې رامنځ ته کړې او په هېوادونو کې یې مداخله وکړه، خو دا هر څه یې هېر کړل او د افغانستان پر شتمنۍ یې خېټه اچولې ده.

سرچینه کاږي چې افغانستان له نازک اقتصادي وضعیت تېرېږي او میلیونونه وګړي په دغه هېواد کې بېکاره بې روزګاره دي، خو امریکا لا هم د افغانانو د شتمنیو کنګل کېدو ته ادامه ورکړې او پرېکړه یې کړې چې دا شتمني په بډه ووهي.

سرچینه کاږي امریکا دې د بشري حقونو په نامه شعار عملي کړي، د افغانانو شتمني دې ازاده کړي او روان بشري ناورین ته دې د پای ټکی کېږدي.

Leave a reply