د ا.ا چارواکو ویلي چې چمتو یو ایران سره د افغانستان اوبو پر سر خبرې وکړو

د ا.ا د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شوی ويلي، افغانستان خپلو ټولو پخوانيو ژمنو ته تعهد لري او په وينا يې چې د افغانستان نوی حکومت د ايران اندېښنې د خبرو له لارې حل کولی شي.
(2022 / 4 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وايي چې له ايران سره د اوبو پر سر لانجه د خبرو له لارې حل کيدای شي.
د ا.ا د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شوی ويلي، افغانستان خپلو ټولو پخوانيو ژمنو ته تعهد لري او په وينا يې چې د افغانستان نوی حکومت د ايران اندېښنې د خبرو له لارې حل کولی شي.
د سمنګاني تر دې څرګندونو يوه ورځ مخکې د ايران ولسمشر غوښتنه کړې وه چې افغانستان دې له ايران سره د هلمند د اوبو مسئله ژر تر ژره حل کړي.