د هوايي ډګرونو مدیریت؛ د ا.ا. یو پلاوی یې د مدیریت پۀ اړه دوحې ته تللی

د هوايي ډګرونو مدیریت؛ د ا.ا. یو پلاوی یې د مدیریت پۀ اړه دوحې ته تللی
ویل کیږي چې په دغه لیدنه کې د ترکیې د تخنیکي ټېمونو استازي هم حضور ولري. دغه پلاوی تر هغې وروسته دوحې ته سفر کوي چې د کابينې اقتصادي کمېسيون تېره اونۍ د بهرنيو چازو وزارت ته لارښوونه کړې وه، څو قطر ته د هوايي ډګرونو د مديريت د قرارداد اخيستو مهلت وټاکي.
(2022 / 4 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د افغانستان د ا.ا يو لوړپوړی پلاوی د هوايي ډګرونو د مدیریت پر قرارداد د بحثونو لپاره قطر ته تللی دی.
د دغه پلاوي مشري د ترانسپورت او هوايي چلند د وزیر حمیدالله اخندزاده په غاړه ده او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په ګډون یو شمېر نورو چاروکې هم پکې شامل دي.
د ترانسپورت وزارت په وینا ټاکل شوې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو په ځانګړي ډول د کابل، کندهار، هرات، بلخ او خوست هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي اړخونو بحثونه وکړي.
ویل کیږي چې په دغه لیدنه کې د ترکیې د تخنیکي ټېمونو استازي هم حضور ولري.
دغه پلاوی تر هغې وروسته دوحې ته سفر کوي چې د کابينې اقتصادي کمېسيون تېره اونۍ د بهرنيو چازو وزارت ته لارښوونه کړې وه، څو قطر ته د هوايي ډګرونو د مديريت د قرارداد اخيستو مهلت وټاکي.





