لۀ تېرو څلورو میاشتو راپدېخوا امریکا کې د ډزو لۀ امله ۴۶ کسان وژل شوي
لۀ تېرو څلورو میاشتو راپدېخوا امریکا کې د ډزو لۀ امله ۴۶ کسان وژل شوي
د امريکا په متحدو ايالتونو کې د وسلو ګرځول قانوني دي چې له کبله يې په تنکيو ځوانانو کې د وسله وال تاوتريخوالي د پېښو کچه لوړه شوې ده. امريکا کې يوه غير انتفاعي سازمان ويلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله امريکا کې ۲۱ زره کسان د وسله وال تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.
(2022 / 4 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امريکا په پلازمېنې واشنګټڼ ډي سي کې د روان کال له پيله بيا تر اوسه ۴۶ کسان په ډزو وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې په ټوله امريکا کې د وسله وال تاوتريخوالي پېښې په ډيريدو دي، د واشنګټن ښاروال موريل بوزر ويلي، د داسې پروګرامونو د پيلولو هڅې يې پيل کړې چې د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي، خو سمدلاسه يې د پوليسو د تشکيلاتو د لوړولو غوښتنه کړې ده.
د امريکا په متحدو ايالتونو کې د وسلو ګرځول قانوني دي چې له کبله يې په تنکيو ځوانانو کې د وسله وال تاوتريخوالي د پېښو کچه لوړه شوې ده. امريکا کې يوه غير انتفاعي سازمان ويلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله امريکا کې ۲۱ زره کسان د وسله وال تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.
دې ټولنې ويلي، چې د تېر کال په وژل شويو کې ۷۰۲ تنه هغه کسان هم شامل دي چې د ډله ييزو ډزو په پېښو کې وژل شوي دي. د ډله ييزو ډزو پېښې هغو پېښو ته ويل کيږي چې قربانيان يې لږ تر لږه څلور کسان وي.