د پاکستان امنیت شورا ویلي چې د عمران خان حکومت د هېڅ بهرنۍ توطیې پایله کې ندی راپرځېدلی 

0
140

د پاکستان امنیت شورا ویلي چې د عمران خان حکومت د هېڅ بهرنۍ توطیې پایله کې ندی راپرځېدلی 

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان په ځلونو ادعا کړې چې د حکومت د پرځيدو تر شا يې بهرني لاسونه وو. هغه د امريکا متحد ايالتونه په ښکاره تورنول چې له ګواښه ډک ليک يې ترې ترلاسه کړی او د حکومت د پرځولو تر شا يې هم د همدوی لاس و.

 

(2022 / 4 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د هغه هېواد د ملي امنیت شورا ويلي چې د پلټنو پايله کې يې موندلې چې د عمران خان د حکومت د نسکوريدو تر شا هيڅ بهرنۍ توطئه نه وه.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان په ځلونو ادعا کړې چې د حکومت د پرځيدو تر شا يې بهرني لاسونه وو. هغه د امريکا متحد ايالتونه په ښکاره تورنول چې له ګواښه ډک ليک يې ترې ترلاسه کړی او د حکومت د پرځولو تر شا يې هم د همدوی لاس و.

د پاکستان د ملي امنيت شورا ويلي، د هغه ليک په اړه يې بحث کړی چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفارته اسلام اباد ته استول شوی و. ويل کيږي چې سفير د دې موضوع په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

شورا د غونډې په پای کې ويلي چې د عمران خان د حکومت د پرځولو تر شا هيڅ بهرني لاس کار نه دی کړی.

Leave a reply