د افغانیتان لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي دغه راز افغانستان کې وروستي بریدونه هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
(2022 / 4 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغان نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې دي.
وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي دغه راز افغانستان کې وروستي بریدونه هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
د یادونې ده چې نوموړي تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې وې او له هغه یې هم د نجونو زدهکړو اړوند مشورې اخیستې وې.