د پنجاب ایډوکیټ جنرل د کار کولو څخه منع کړې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ایډوکیټ جنرل احمد اویس ته د خپل کار څخه د ډډه کولو لپاره لارښوونه شوې ده.
سرچينې وائي چې دپنجاب ايډوکيټ جنرل احمد اويس دکار کولو څخه منع کړل شوى دى چې له امله به يې په عدالت کې دپنجاب حکومت استازيتوب نۀ شي کولى.
دسرچينو ترمخه دپنجاب دقانون څانګې لخوا احمد اويس ته يو سرکولر ليږل شوى وو چې پکې دپنجاب حکومت لخوا په راتلونکو مقدمو کې عدالت ته نۀ وړاندې کيږي.
سرچينې وائي چې اوس به دپنجاب ايډوکېټ جنرل په اړه فيصله نوى حکومت کوي چې ايا هغه به په خپله چوکۍ کار جاري ساتي او که حکومت به نوى ايډوکيټ جنرل ټاکي.
ياده دي وي چي ايډوکيټ جنرل احمد اويس د پنجاب حکومت سره تعلق لرونکي عدالتونو کښي په مقدمو کښي حاضري کوي او د نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز د سوګند پورته کولو کيس کښي ايډوکيټ جنرل احمد اويس هم لاهور هائي کورټ کښي حاضر شوے دے۔