د م،م عمومي منشي د روسیې او اوکراین لۀ ولسمشرانو سره ګوري

د م،م عمومي منشي د روسیې او اوکراین لۀ ولسمشرانو سره ګوري
نوموړي لیکلي چې دوی د بشري کړاو د پای ته رسولو او د ژوند ژغورلو لپاره په اوکراین کې د سولې راوستو په هدف بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري. د یادونې ده چې انتوني ګوترېش تر دې وړاندې هم څو ځله د یادې جګړې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې د اوکراین جګړه به د میلیونونه انسانانو ژوند ستونزمن کړي.
(2022 / 4 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په راونه اوونۍ کې به د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي سره وګوري.
هغه زیاته کړې چې دا لیدنې به په اوکراین او روسیه کې ترسره شي. د ګوترېش په خبره، له دې کار څخه یې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ده.
نوموړي لیکلي چې دوی د بشري کړاو د پای ته رسولو او د ژوند ژغورلو لپاره په اوکراین کې د سولې راوستو په هدف بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې انتوني ګوترېش تر دې وړاندې هم څو ځله د یادې جګړې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې د اوکراین جګړه به د میلیونونه انسانانو ژوند ستونزمن کړي.






