عمران خان د پاکستان اقتصاد ته ډیر زیان رسولې دې: بلاول بهټو زرداري

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې عمران خان زمونږ اقتصاد، کلتوري پاليسۍ او زمونږ ملک ته چې څومره نقصان رسولی دې، ددې زیان څوک تصور او فکر هم نه شې کولې.
په لندن کې د نوازشريف لخوا د ورکړل شوي د روژه ماتي ډوډۍ نه وروستو ميډيا سره خبرو کې بلاول بهټو زرداري وويل چې خوراک يې زيات خوړلى او په سياست باندې مو کمې خبرې وکړې، هغه وويل د عمران خان سیلیکټډ حکومت ختم کړل شوى دى خو ملک ته چې کوم زيان رسيدلى نو باید ددې زیان ازاله وکړې شي.

بلاول وويل، پاکستان له ډېرو ننګونو سره مخ دی، مونږ ټول په دې پوهېږو چې عمران خان له منځه تللی، اقتصاد، جمهوريت، په نړيواله کچه د پاکستان معاشی زیان وس هم شته، هغه اوویل چې مونږ ټول ددې زیان د ختمولو لپاره کار وکړو.
بلاول اوویل او زیاته ی کړه چې دا وستې حکومت د پاکستان ستونزې هوارولی شي.
په دې موقع خبريال له بلاول څخه پوښتنه وکړه چې ايا ميا صاحب د عمران خان په وتلو خوشاله دي؟د خبريال د پوښتنې په ځواب کې بلاول وويل چې دا که ميا صاحب وي يا پيپلزپارټي، مونږ د عمران خان مخالف نه يو، د هغه د سياست تر شا د سوچ خلاف او پر ضد یو.

Leave a reply