د پاکستان ډاکټرامجد ثاقب د نړیوالې نوبل انعام لپاره ونومول شو

0
199

باغی ټي وي رپورټ
ډاکټر امجد ثاقب، د پاکستان یو سماجي شخصیت او د هیواد ترټولو لوی مایکرو فنانس پروګرام او د سود څخه بغیر قرض ورکوونکي اخوت بنسټ ایښودونکی، د نوبل د سولې جایزې لپاره نومول شوی دی.

ډاکټر امجد ثاقب د غربت ختمولو او انسانیت ته د خدمت لپاره د هغه د هلو ځلو لپاره نومول شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال د نوبل د سولې جایزې ته له ټولې نړۍ څخه ۳۴۳ نوماندان غوره شوي، چې ۲۵۱ کسان او ۹۲ سازمانونه پکې شامل دي

د جیو نیوز رپورټ مطابق، په دې موقع ډاکټر امجد اوويل چې د انسانیت لپاره دده خدمات د دومره ايوارډونو نه زيات حقدار دي او هغه دا ټول خدمات صرف د خدائي رضا لپاره کوي۔

هغه وویل چې هیڅوک نشي کولی ځان د نوبل جایزې لپاره خپل ځان ونوموي.

ډاکټر امجد ثاقب وویل چې کیدای شي یو هیواد دده نوم د نوبل جایزې لپاره وړاندیز کړی وي ځکه چې د انسانیت لپاره زما خدمتونه په ټوله نړۍ کې یو نامه لري.

Leave a reply