د پنجاب ګورنر ناروغه شوې دې، روغتون ته ی رسولې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه له ناروغه کېدو وروسته روغتون ته رسول شوی دی.
د پنجاب د ګورنر د کورنۍ سرچینو په وینا، د عمر سرفراز چیمه روغتیا د سهار په وخت کې خرابه شوه چې وروسته د هغه کارمندانو ته خبر ورکړل شو.
عمر سرفراز چیمه په بیړنی توګه سروسز هسپتال ته رسول شوی وو چرته چی ډاکټرانو ورته د اسهال مرض تشخیص کړ چی وروسته هغه ته دوا ورکړې شو او ډرپ هم ورته ولګول شو.
سرچينې زياته کړې چې د ګورنر عمر سرفراز چيمه په سروسز هسپتال کې طبي معاينات کېږي او د هغه بېلابېل ټېسټونه کېږي خو صحت ته يې کوم ګواښ نشته.





