شیرین مزاری وایی د عمران خان حکومت د یو سازش لاندې نسکور کړې شو

0
95

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشرې او پخوانۍ وفاقي وزیرې شیرین مزاري یو ځل بیا د عمران خان د حکومت د نسکورولو په اړه د بهرنۍ سازش ادعا کړې ده او ویلې ی دې چې د عمران خان حکومت د بهرني سازش په وجه نسکور کړې شو. په سوشل ميډيا په يوه وائرل شوي ويډيو کې شيرين مزاري د يوې مرکې په مهال د امريکا د ادعا شوي لیک په اړه خبرې اوريدلي شي.

شيرين مزاري وايي اوس به هغه ټکي بيان کړم چې کوم په سایفر کې وو، بيا يې د ادعا شوي لیک انګريزي کلمې تکرار کړې چې
If prime minister Imran Khan is not removed, he will become isolated with the US and we will have to take the issue head on.
مزاري ددې انګریزې ټکو په بيانولو سره پوښتنه وکړه چې د جمهوري پلوه منتخب حکومت د ړنګولو خطره او نسکورول نور څنګه وی، هغه وایی چې ددې مقصد دادې چې دوی وایی چې که عمران خان لرې نه شو نو مونږ به پخپله اقدام وکړو.

Leave a reply