ټاکل شوې چې د پنجاب وزیراعظم حمزه شهباز به نن سوګند پورته کړي

0
173

باغی ټي وي رپورټ
ټاکل شوې ده چې د پنجاب نوي ټاکل شوي وزيراعلي حمزه شهباز به نن د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړي.

د جیو نیوز رپورټ مطابق ، سرچينې وائي په دې اړه د وفاق او پنجاب حکومتونو ترمينځ د يو خط تبادله شوې ده چې پکې به نن مازيګر څلور بجې د نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز سوګند پورته کولو غونډه تابیا شي.

د زرائعو ترمخه د سينيټ چيئرمېن صادق سنجراني به د نوي منتخب وزيراعلي نه حلف اخستلو لپاره لاهور ته راځي د کومي لپاره چې ګورنر هاؤس کښې د حلف برداري د دستورې تيارۍ شروع کړې شوي دي۔

سرچينې وائي چې د صدر مانې د هاي کورټ حکم ترلاسه کړى اؤ په دې اړه ایوان صدر دوزيراعظم هاوس څخه خپل نظر غوښتى دى.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم هاوس د سينيټ چيئرمېن ته مشوره ورکړې چې د وزيراعلي په توګه دې حمزه څخه سوګند واخلي. ياده دې وي چې لاهور هائي کورټ تيره ورځ د پنجاب ګورنر ته ليکلي مهلت ورکړے وو چې د حلف نه انکار کولو په لړ کښې دې د پنجاب ګورنر ته په ليکلې توګه خبر ورکړي او د حلف نه د انکار لپاره دې بل استازے وټاکي.

Leave a reply