صدر پاکستان د ایوان صدر رسمونه د پامه اوغورځول
باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي د وزیرانو د سوګند په مراسمو کې د صدارت مانې رواجونو نظر انداز کړي دي.
د تفصيلاتو ترمخه صدر عارف علوي د جمعې په ورځ په ايوان صدر کښې د دريو وفاقي وزيرانو او د يو مملکت د وزيرانو څخه د سوګند اخستلووروستو د ټولو روا رواجونو ځخه سترګې پټې کړې او د ايډيټوريم نه يوازې ووتل او رسمي دولتي مېلمه خونې ته لاړو.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف هم موجود وو چا چې مېلمنو ستړي مشي کول. ياده دي وي چي دجمعي په ورځ اولس مشر عارف علوي وفاقي وزيرانو سالك حسين، جاويد لطيف، آغا حسن بلوچ او وزير مملکت محمد هاشم نوټيزئي څخه سوګند اخستې وو۔
تر دې وړاندې عارف علوي د وفاقي کابینې له غړیو څخه د خرابې روغتیا له کبله بښنه غوښتې وه او دوی څخه ی سوګند نه وو اخستې چې بیا د سینیټ چیرمین دې غړیو څخه سوګند واخستو.