افغانستان څخه په پاکستاني ځواکونو بیا برید شوې

0
172

باغي ټي وي رپورټ
دپاک افغان پولې سره نزدې دترهګرو لخوا په ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې، د شمالي وزیرستان په دیواګر سیمه کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه د پولې په اوږدو کې ترهګرو د پاک پوځ په عسکرو ډزې کړي چې د پوځ لخوا ځوابي ډزې هم پر شوې دی.

د آئي ايس پي آر له مخې د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې درې پاکستاني پوځيان شهيدان شوي دي.د آئي ايس پي آر ترمخه شهيدانو کښې حوالدار تيمور، نائيک شعيب او سپاهي ثاقب نواز شامل دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه حوالدار تيمور د جهلم څخه 30 کاله، سپاهي ثاقب نواز د سيالکوټ سره 24 کلن او نائيک شعيب د اٹک اوسیدونکې دې او 38 کاله عمر لري.

ISPR د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول په کلکه غندي او هیله لري چې افغان حکومت به په راتلونکي کې د دا ډول فعالیتونو اجازه ورنکړي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د پاکستان فوځ د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان د پولو دفاع لپاره عزم پخه اراده لري او د تکړه او زړه ورو فوځيانو قربانۍ زمونږ عزم نور هم مضبوطوي۔

Leave a reply