د اوکراین ولسمشر ویلي چې روسیه د اوکراین تر نیولو وروسته د نورو هېوادونو د نیولو اراده هم لري 

0
90

د زلینسکي په خبره د اوکراین نیول د روسیې د کار پیل دی، بلکې مسکو غواړي چې خپل هېواد پراخ کړي او ډېرو اروپايي هېوادونو ته خطر جوړ کړي. تر دې وړاندې یوه روسي جنرال هم ویلي دوی د ټولو هغو سیمو نیول غواړي چې له روسیې سره د یو ځای کېدو او ازادېدو غوښتونکي دي.

(2022 / 4 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

روسیه شاوخوا د نورو سیمو د نیولو اراده هم لري. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي وایي چې یوازې په اوکراین کې په جګړه د روسیې کار نه تمامېږي، بلکې دغه هېواد د ځينو نورو سیمو د نیولو اراده هم لري.

د زلینسکي په خبره د اوکراین نیول د روسیې د کار پیل دی، بلکې مسکو غواړي چې خپل هېواد پراخ کړي او ډېرو اروپايي هېوادونو ته خطر جوړ کړي. تر دې وړاندې یوه روسي جنرال هم ویلي دوی د ټولو هغو سیمو نیول غواړي چې له روسیې سره د یو ځای کېدو او ازادېدو غوښتونکي دي.

له دې سره جوخت روسیې د اوکراین په ختیځ او شمال کې د ګڼو سیمو د نیولو خبر ورکړی دی او وايي چې ځواکونه یې د پرمختګ په حال کې دي.

Leave a reply