شاه محمود قریشي رایی وه چې سمدستي دې امریکا ته د احتجاج څخه ډډه وشي: حنا رباني کهر

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو د دولت وزیرې حنا رباني کهر ویلي چې دا بل څوک نه بلکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي وو چې د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو په اړه یې امریکا ته له سمدستي احتجاج کولو څخه د ډډه کولو وینا کړې وه.
جيو نيوز سره په خبرو کې حنا رباني کهر وويل چې شاه محمود قريشي ته دامريکا دچارواکو دخبرو څخه سمدستي خبر ورکړل شوى و خو شاه محمود امريکا ته دکوم فوري احتجاجي خط ليږلو څخه انکار کړى وو.
حنا رباني کهر وویل چې د پاکستان د سفیر اسد مجید د خط په وروستیو درېو کرښو کې سفیر خپل تحلیل او وړاندیز درلود چې امریکا باید ډی مارچ شي او پوښتنه ترې وکړې شي چې دا د چا شخصي دریځ دی که د حکومت نظر؟






