عمران خان بیګا د لاهور جلسه په اړه ټویټ کړې

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان د خپلې استعفا نه وروستو د عوامي رابطې د کمپاين لړۍ پيل کړې ده چې ترمخه يې وړمه ورځ په پېښور، دويمه په کراچۍ او دريمه غونډه يې پرون په لاهور کې وکړه.
عمران خان په ټویټر د لاهور د جلسې یوه لنډه ویډیو شریکه کړې ده، په داسې حال کې چې په ویډیو کې د جلسې هوايي منظر لیدل کیږي.
بل خوا عمران خان په خپل ټوېټ کې د لاهور جلسه د خپل ۲۶ کلن سیاسي ژوند تر ټولو لویه جلسه بللې او د غونډې له ګډونوالو یې مننه کړې ده.
ياده دي وي چي پي ټي آئي د لاهور په ګريټر اقبال پارک کښي د پاور شو شوے وو چي پکښي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان او نورو مشرانو وينا کړي وه۔
Thank you Lahore for the massive support & the biggest jalsa in my 26 years in politics; and the most responsive and passionate audience. #امپورٹڈ_حکومت_نامنظور pic.twitter.com/T9UC6x16xm
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) April 22, 2022






