د چوهدري شجاعت ځوی شهباز شریف ته رای ورکړې وه

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين وئيلي دي چې زوي او د قامي اسمبلۍ غړي چوهدري سالک حسين د هغه په اجازت شهباز شريف ته رايه ورکړې ده۔
ياده دې وي چې د اپرېل په ١١مه په قومي اسمبلۍ کې د وزيراعظم څوکۍ لپاره په ټاکنو کې د مسلم ليګ (ق) غړو چوهدري سالک حسين او طارق بشير چيمه شهباز شريف ته ووټونه ورکړي وو.
پخواني صدر اصف علي زرداري هم د چوهدري شجاعت حسېن د عدم اعتماد د تحريک او د وزيراعظم انتخاب په ملاتړ مننه کړې ده.
نن د چوهدري شجاعت حسین زوی چوهدري سالک حسین هم د شهباز شریف په کابینه کې د وفاقي وزیر په توګه سوګند پورته کړی دی.
په دې لړ کې د چوهدري شجاعت يو ويډيو بيان مخې ته راغلى چې پکې هغه د وزيراعظم انتخاب لپاره قومي اسمبلۍ کې د ووټ اچولو په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه کوي.





