باړه کې غلو د ښځینه ښوونکو څخه موبایلونه او نور سامان تښتولې دې

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې یوه بده پیښه مخې ته راغلې ده.
د ځایی سرچینو او خبریالانو مطابق نن په باړه منډۍ کس سیمه کې ناڅرګنده وسلی والو د وسلي په زور د ښځینه استاذانو یو ګاړي د وسلي به زور ایسار کړو او ښځینه ښوونکو څخه ی موبایلونه او ددوی پرسونه وتښتول.
د ځایی سرچینو مطابق پولیس هیڅ کومه کاروایی نه ده کړې.
د سرچینو مطابق په یو ویډیو کې د سرکارۍ سکولونو دې ښځینه استاذانو په خپله هم ددې بدې پیښې تصدیق کړې دې او یوه ښوونکې په ژړا کې وایی چې دوی څخه غلو موبایلونه او پرسونه په زور واخستل او وې تښتول.
آل ټرایبل ټیچرز ایسوسي ایشن ضلع خیبر مشرانو د ښځو استاذانو سره ددې بدې پیښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او غوښتنه ی کړه ده چې په دې پیښه کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.

Leave a reply