بلوچستان کې تندروو د پاکستان فوځ یو میجر شهید کړې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ میجر شاهد بشیر په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ د ډزو په تبادله کې شهید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له مخې، د اپریل په ۲۱مه او ۲۲مه شپه ترهګرو د بلوچستان په آواران سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ.
د آئي ايس پي آر له مخې د بريد په کاميابۍ سره په شاه تمبولو وروستو په غرونو كښې د تښتېدلو ترهګرو تعاقب وكړو، په بیان کې زیاتوي چې په دې مهال د ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې ميجر شاهد بشير شهيد شو او د ډزو په تبادله كښې د پاکستان فوځ یو بل سپاهي هم ژوبل شو۔
ISPR وايي، ځواکونه ژمن دي چې د بلوچستان د سولې، ثبات او پرمختګ د خرابولو هڅې شنډولو لپاره له ملت سره کار وکړي او تندروو ته ماتې ورکړي.