لاهور هایی کورټ د پنجاب ګورنر ته تر دو بجو مهلت ورکړې

0
67

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پنجاب ګورنر ته دوه ساعته مهلت ورکړی دی چې د حمزه شهباز د حلف نه منلو په اړه په ليکلې توګه خبر ورکړي.

د لاهور هائي کورټ د پنجاب نوي منتخب شوي وزيراعلي حمزه شهباز د درخواست اورېدنه کړې چې پکښې ايډوکيټ جنرل پنجاب احمد اويس عدالت ته وړاندې شو۔
ایډوکېټ جنرل په خپلو دلائلو کې وويل که دپنجاب ګورنر حلف نۀ وي اخستى نو سپيکر حلف اخستې شي او په درخواست کې سپیکر فریق نه دې جوړ شوې
اډووکیټ جنرل وویل چې ګورنران فکر کوي چې د وزیر اعلی ټاکنه د اساسي قانون له مخې نه ده شوې.
ايډوکيټ جنرل پنجاب دريځ خپل کړے چې ګورنر د ربړ سټمپ نه دے، داسې غير معمولي صورتحال رامخې ته شوے دے چې پخوا نه وو رامخې ته شوې، يوه زنانه غړې ژوبل شوې ده، او د مرګ او ژوند په سخت حالت کې ده.

Leave a reply