ا.ا یو پلاوي ته دنده سپارلې چې ایرلن کې د افغان بندیانو وضعت لۀ نیږدې وڅاري

ا.ا یو پلاوي ته دنده سپارلې چې ایرلن کې د افغان بندیانو وضعت لۀ نیږدې وڅاري
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې لویې څارنوالۍ ته امر شوی څو په نورو هېواونو کې هم د افغان زندانیانو وضعیت وڅېړي.
(2022 / 4 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا کابینې لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې ایران ته د تلونکي افغان پلاوي سره په ګډه، په دغه هېواد کې د افغان زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او افغانستان ته د افغان زندانیانو د سپارلو په تړاو له ایراني لوري سره خبرې وکړي.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې لویې څارنوالۍ ته امر شوی څو په نورو هېواونو کې هم د افغان زندانیانو وضعیت وڅېړي.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې ایران کې د افغان کډوالو او زندانیانو یو شمېر ویډیوګانې او انځورونه پۀ ټولنیزو رسنیو کې لاس پۀ لاس شول چې د خلکو لۀ سختو غبرګونو سره مخ شول.





