د ضلع کرم مناتو سیمې مشرانو د جونو سکول جوړولو غوښتنه کړې ده

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د کرمې ضلعې د مناتو سيمې د مشرانو 15 کسيزه جرګې غوښتنه کړې ده چې په مناتو کې دې د جينکو پرائمري سکول جوړ کړل شي او 24 کلوميټره سړک دې هم جوړ کړې شي او په سړکونو چراغونه هم ولګول شي.
د مرکزي کرمې په مناتو سيمه کې د ١٥ کسيزې کمېټۍ غونډې ته په وينا کې نواب خان، نبي جان، مزيد خان، محمد اسلام، رحمت الله او وحيد خان او نورو مشرانو وويل، چې د مرکزي کرمې د مناتو سیمه د نجونو پرائمري سکول او سټريټ لائټ او د ژوند بنیادي اړتیاوو څخه بې برخې دي او ددې سیمې خلق د سختو ستونزو سره مخ دي.

مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې سیمه کې د جینکو سکول جوړ شي، د سر ک جوړول دې هم باوري کړې شي.
جرګې د صوبايي اسمبلۍ غړي رياض شاهين د مناتو سيمې او نورو سيمو ته د ګريډ سټېشن نه تر مناتو سيمې ته د جلا فيډر په ورکولو باندې مننه وکړه او د نورو مسايلو د هواري ستونز د هوارولو غوښتنه هم وکړه.

Leave a reply