د افغانستان د ا.ا د کابينې اقتصادي کمېسيون د صرافيو لپاره د افغانستان بانک طرحه د تطبيق وړ بللې ده

0
181

د افغانستان د ا.ا د کابينې اقتصادي کمېسيون د صرافيو لپاره د افغانستان بانک طرحه د تطبيق وړ بللې ده

د صرافيو لپاره د حکومت طرحه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د صرافانو له ټولنې سره شريکه شوې وه. د يادې طرحې پر بنسټ صرافۍ د فعاليت لپاره د افغانستان بانک ته د پنځه ميليونو افغانيو او پولي شرکتونه بيا د پنځوس ميليونو افغانيو تضمين پر ورکړې مکلف شوي وو.

 

(2022 / 4 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د کابينې اقتصادي کمېسيون د صرافيو لپاره د افغانستان بانک طرحه د تطبيق وړ بللې ده. د اقتصادي کمېسيون په غونډه کې چې د ا.ا د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه پرېکړه شوې چې د صرافيو د چارو د تنظيم لپاره د افغانستان بانک طرحه د تطبيق وړ ده.

اقتصادي کمېسيون د دې طرحې موخه د صرافيو تنظيم، د فعاليت جوازونو صادرول او بهر ته د پيسو د قاچاق مخنيوی ښودلی.

د صرافيو لپاره د حکومت طرحه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د صرافانو له ټولنې سره شريکه شوې وه. د يادې طرحې پر بنسټ صرافۍ د فعاليت لپاره د افغانستان بانک ته د پنځه ميليونو افغانيو او پولي شرکتونه بيا د پنځوس ميليونو افغانيو تضمين پر ورکړې مکلف شوي وو.

هغه طرحه د صرافانو له جدي غبرګونونو سره مخ شوې وه او ويلي يې وو چې د يادو شرایطو د پوره کولو جوګه نه دي.

Leave a reply