ایران اسرائیلو ته د جاسوسۍ پۀ تور درې تنه نیولي دي 

0
141

پر نيول شويو کسانو چې هويت يې نه دی په ډاګه شوی تور پورې دی، چې د اسرائيلو استخباراتو ته يې محرم اسناد ورکول. له اسرائيلو سره د ايران اړيکې په دغه هيواد کې د اسلامي انقلاب تر بريالي کېدو وروسته ترينګلې شوې دي.

(2022 / 4 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي، درې تنه یې د اسرایيلو استخباراتي سازمان موساد ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

رسنيو د ايراني چارواکو له قوله ويلي چې ياد کسان د دغه هيواد په جنوب ختيځ ښار زاهدان کې نيول شوي دي.

Leave a reply