د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر خپلې سيالې مارين لوپېن تور لګولی چې د روسيې تر اغېزې لاندې ده

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر خپلې سيالې مارين لوپېن تور لګولی چې د روسيې تر اغېزې لاندې ده
د روسيې او مارين لوپېن اړيکې له پيله د فرانسې په ولسمشريزو ټاکنو کې د جدي بحثونو وړ موضوع ده. هغې پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته وويل، که واک ته ورسيږي نو له مسکو سره به رغنده اړيکې جوړې کړي او پرې به نږدې چې دغه هيواد د لويديځ له بنديزونو زيانمن شي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر خپلې سيالې مارين لوپېن تور لګولی چې د روسيې تر اغېزې لاندې ده. مکرون پرون د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره په جوړه شوې مناظره کې وويل چې د مارین لوپېن ګوند په ۲۰۱۴ کال کې له یوه چکي-روسي بانکه پور اخیستی دی.
هغه ويلي چې که لوپېن د فرانسې ولسمشرۍ ته ورسيږي نو له روسيې سره د اړيکو په تنظيم کې به د خپل اخيستي پور له کبله خلاص لاس ونه لري.
لوپېن بيا مکرون ته د دروغجن خطاب وکړ او ويې ويل چې د روسي بانک پور يې ګوند اخيستی او دا يې د پرې کولو مسووليت نه لري.