افغانستان کې د ښځینه زده د زده کړو په اړه مفتي تقي عثماني د امارت اسلام مشر ته لیک استولې

باغی ټي ټي وي رپورټ
د پاکستان مشهور عالم دین مفتي تقي عثماني د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته یو لیک استولی دی.
د طالبانو مشر ته د مفتي تقي عثماني له خوا په لېږل شوي ليک کې ويل شوي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې موضوع د دښمن د پروپیګندې په سرچينه بدله شوې ده.
په لیک کې ی ورته لیکلي دي د امارات اسلامي د ښو او حکیمانه اقداماتو ستاینه کوي، په خط کې لیکلي چې زمونږ دا راې ده چې د انجونو تعلیم د شریعت په حدودو کې اړین دی.
مفتي تقي عثماني ویلي دي چې لوستې ښځې د هېواد او ټولنې يوه مهمه اړتيا ده، اسلام يا اسلامي امارت د ښځو د تعليم مخالف دى، دا ناسم تاثر دې.






