د امریکا دفاع وزارت ویلي چې اوکراین ته مو الوتکې نۀ، بلکې د هغوی پرزې ورکړې دي

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې اوکراین ته مو الوتکې نۀ، بلکې د هغوی پرزې ورکړې دي
د امريکا دفاعي چارواکو ويلي، اوکراين ته د جيټ الوتکو د پرزو ورکړه د دې سبب شوې چې کیېف خپلې ۲۰ له کاره لويدلې الوتکې بيرته فعالې کړي. اوکراين د روسيې جوړو ميګ ۲۹ الوتکو ته ځکه پر نورو ترجيح ورکوي چې پيلوټان يې دې برخه کې د پام وړ روزنه او تجربه لري.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امريکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت يا پنټاګون هغه ادعا رد کړې چې اوکراين ته جنګي الوتکې ورکړل شوې دي.
تر دې وړاندې د پنټاګون وياند جان کربي ويلي وو چې اوکراين ته د يوه متحد هيواد له لوري روسۍ مېګ ۲۹ جيټ الوتکې ورکړل شوې دي، خو تازه له خپلې دې ادعا په شا شوی او ويلي يې دي چې داسې کوم کار نه دی شوی.
هغه ويلي، اوکراين له يوه متحد هيواده د ميګ ۲۹ الوتکو غوښتنه کړې وه، خو په ځواب کې الوتکې نه دي ورکړل شوې بلکې د الوتکو پرزې ورکړل شوې دي.
د امريکا دفاعي چارواکو ويلي، اوکراين ته د جيټ الوتکو د پرزو ورکړه د دې سبب شوې چې کیېف خپلې ۲۰ له کاره لويدلې الوتکې بيرته فعالې کړي. اوکراين د روسيې جوړو ميګ ۲۹ الوتکو ته ځکه پر نورو ترجيح ورکوي چې پيلوټان يې دې برخه کې د پام وړ روزنه او تجربه لري.
د پنټاګون دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراين ولسمشر په يوه تازه ويډيويي پيغام کې دا د نړۍ اخلاقي مسووليت بللی و، چې له دغه هيواد سره د وسلو او تجهيزاتو مرسته وکړي.





