چې ملک لپاره ی قربانۍ ورکړي وي ،احترام ی کوو: سپریم کورټ آف پاکستان

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د صدارتي ريفرنس د اورېدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې سپريم کورټ د آئين بالادستي ده په داسې حال کې چې تر څو پورې چې د آئين پلويان وي تنقيد اهميت نه لري.
د سپريم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ د آرټيکل 63A تشریح لپاره د صدارتي ريفرنس اورېدنه وشوه چې پکې چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې سپريم کورټ د آئين د بالادستي لپاره به هروخت ولاړ وي.
هغه اوویل چې څوک چې په سپریم کورټ نیوکې کوي ،هغوی ته څه نه څه زیان رسیدلې وي او دې سره هیڅ فرق نه پریوځي.
قاضي القضا عمر عطا بندیال ویلي د عدالت دروازې د نیوکې کوونکو لپاره هم خلاصې دي، د عدالت دنده د ټولو سره انصاف کول دي، د خلقو نه شخصي کنټرول او زغم په ختمیدو روان دې.

جسټس چيف جسټس وويل که زمونږ په اړه څوک څه فکر کوي د ملک خدمت ته به دوام ورکوو، چیف جسټس زیاته کړه چې هغه چا ته احترام لري چا چې د ملک لپاره قربانۍ ورکړي دي.

Leave a reply