د افغانستان ا.ا په هيواد کې د پاپجي او ټيک ټاک د بندولو پرېکړه کړې ده  

0
79

د افغانستان ا.ا په هيواد کې د پاپجي او ټيک ټاک د بندولو پرېکړه کړې ده

دا د نړۍ تر ټولو مشهوره انټرنيټي لوبه ده چې په يوه وخت کې ان تر دريو ميليونو د ډيرو خلکو له لوري هم شوې ده. ټيک ټيک بيا د لنډو ويډيويي کليپونو د خپرولو اپ دی چې په وروستيو کې يې ګڼ شمېر افغان ځوانانو کارولو ته مخه کړې ده.

 

(2022 / 4 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ويلي، دا پرېکړه کابينې کړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته يې په دې برخه کې د اقدام سپارښتنه کړې ده.

افغانستان تر هند او پاکستان وروسته درېيم هيواد دی چې د پابجي ګيم د بندولو پريکړه کوي. د افغانستان مخکني حکومت هم پر دې لوبې لنډمهاله بنديز لګولی و. پابجي ګيم په موبايلونو کې په انلاين بڼه کېږي.

دا د نړۍ تر ټولو مشهوره انټرنيټي لوبه ده چې په يوه وخت کې ان تر دريو ميليونو د ډيرو خلکو له لوري هم شوې ده. ټيک ټيک بيا د لنډو ويډيويي کليپونو د خپرولو اپ دی چې په وروستيو کې يې ګڼ شمېر افغان ځوانانو کارولو ته مخه کړې ده.

پابجي او ټيک ټيک له مودو راهيسې تر سختو نيوکو لاندې دي او خلک وايي چې ځوانان يې تر اندازې ډير بوخت کړي دي.

Leave a reply